ما په دی اړه ډیر فکر کړي؛ زه غواړم د جمعی په ورځ مړ شم. نوری ورځی زما مرګ لپاره نه خوښیږي. نورو ورځو کی خلک مصروفه یی. هغوی زما فاتحی ته د راتلو وخت نلري. زه غواړم فاتحی کی می ډیر خلک راشی. زه غواړم په آخری ځل د خلکو په منځ کی ووسم. هغه خلک چی ما سره مینه لری.
زه مرګ څخه ډاریږم. تاسو هم کیدای شی همدا حس ولرئ. زه مرګ نه په دی ډاریږم ځکه چی فکر کوم هغه د هر څه پای دي. زما په مرګ، مطمئن یم، چی کورنی به می ډیره خپه وي. دوستان به می هم. مګر څو روځی؟ لس، شل، سل؟ ورسته څه کیږي؟ هغه څه چی د ملیونو نورو مړو انسانانو سره وشو. او زه په همدی ډاریږم: زه هیڅ کیږم. زما نوم، زما ژوند، زما بوی زما هر څه له منځه ځی. لکه چی زه اصلاً نه وم. لکه چی ما هیڅ کله د سیند په غاړه بایسکل چلولی نه وی، لکه چی زه هیڅ کله مین شوی نه وم، لکه چی ما څو ځلې په زور ژړلی نه وی، لکه چی ما د فرښتګانو سره په خوب کی سکس کړی نه وی، لکه چی …
زه ډاریږم. په همدی دلیل زه غواړم چی په آخری ځل خلک زما نوم واورې – ډیر خلک. زه نه غواړم چی ډیر ژر د ذهنونو نه پاک شم. ځکه چی ژوندی یم – اوس. زه شتون لرم. دا زیاتئ دي. یو انسان د اویا کیلوو هدوکو او مختلف ډول غوښو سره په دی سرعت هیر شي. دا سمه نده. دا ظلم دي.
سره د دی، مرګ ما ته یوه تجربه ده – د لذتونو ډکه. مرګ یعنی حد نه تیریدل. مرګ یعنی هغه څه کول چی هیڅوک – هیڅ ژوندی انسان یی نه شی ترسره کولای. مرګ ما ته معراج دی. زه کله چی پر خپل بایسکل له حده ډیر تیز یم؛ زه آسمان کی یم، لذت کی ډوب یم – کله زړه می غواړی نور هم تیز شم؛ په هوا شم، یو موټر سره ټکر وکړم او د څو شیبو لپاره والوزم؛ بیا پر ځمکه ولګیګم؛ سر می اول ولګیګی؛ ماغزه می باد شی، شا او خوا ته – زما ټوله حافظه، زما عقاید او زما ټوکې ټول پر سړک خپور شی او بیا زما لاسونه او پښی کاګه وی؛ ټول مات مات یی – دا څه ډول حس دي؟ دا ما هیڅ کله ندی حس کړي.
کله چی زه د سوییس «ولی» کی یم – او په هغه ښایسته د اوبو طبیعی ډڼد کی لامبم او را تاویږم خپلی هری خواته تر څو غرونه وګورم – غرونه چی د ناجو ونو نه پوښل شوی دی – لکه د افریقایی نجونو د سر ویښتان. او کله چی لمر پر ما لږیږی او هم ما او هم اوبه مستوی، زه د اوبو لاندی ځم. هلته چی د لمر وړانګی په اتو تقسیمیږي. لکه یوه روښانه خیمه چی یی یوازی رسئ پاتی دی او نور یی باد وړي. هلته د جهیل تله نه معلومیږی. هلته یوازی اوبه دی او رڼا ده. زه غواړم ښکته لاړ شم؛ هلته چی نوره رڼا نشته – ټپه تیاره ده؛ هلته چی هرڅه شته او زه هم یم؛ هلته چی ماهیان دی – واړه او غټی؛ هلته چی انسان خواره دي؛ هلته چی د سړي پر سر خروار خروار اوبه دي. زه غواړم هملته لاړ شم – ولامبم او نور می سا خلاصه شی او زه هوا وغواړم – ولی ما ته د هغه پر ځای اوبه راکړل شی. زه غواړم دا ټول تجربه کړم. زه غواړم چی د ماهیانو ژوند تجربه کړم.
آیا زه غواړم پر کټ پروت مړ شم یا پر سړک روان؟ آیا زه غواړم یو کس می قصداً ووژنی او یا په طبیعی ډول ومرم؟ آیا زه غواړم وسوځم ومرم یا غوښه می د یوه زمری ولږه مړ کړي؟ زه نه پوهیږم. مګر زه غواړم دا ټولی مختلفی تجربی ترسره کړم – زه غواړم چی د خپل د زړه تدریجی دریدنه حس کړم او پر کټ پروت خپل دوستان وګورم. د هغوی ژړا او ناامیدی. زه همدارنګه غواړم د کوره ووځم او هلته می څوک متنظر وی او بیا هیڅکله رانشم. مړ ووسم – پر سړک پروت او خلک امبولانس ته زنګ ووهی – د خلکو حیرانتیا او تاسف خوړل – دا زما خوښیږي. زه غواړم وسوځم په اور کی او د خپل د ځان ګرمیدل او اوبه کیدل ووینم. زه دا هم غواړم چی خپل پر بدن د زمری سپین غاښونه حس کړم – هغه چی ژور ځی او بیا می د هدوکو د ماتیدو غږ د زمری د غاښو پر منځ کی – زه غواړم هغه واورم.
مګر مرګ یاغی دي. مرګ زما په ولکه ندی او زما پر همدی خوښیږي. مرګ مونږ غوښتای نشو – هغه باید مونږ وغواړي. لکه یو لوی رییس. مرګ مستقل دی. له خپله تصمیم نیسی او خپله یی ترسره کوی. مرګ یو تجاوز دی – پر انسان.
زما یوازینی ستونزه د مرګ سره خپله مرګ ده. که زه ومرم – زه مرم. زه بیرته ژوندی کیږم نه. زه غواړم مرګ لکه بایسکل چلول ووسی او یا هم پیزا خوړل. باید هغه تجربه کړي تر آخره – که خوند یی درکړ بیا یی تجربه کړي. زه مرګ نه ډاریږم ځکه چی کیدای شی زما خوښ نشی او بیا د راتګ لاره بنده وی.
نو ځکه زما دوژخ خوښیږي. ما اوریدلی چی هلته انسان نه مری. هغه مری بیا شیبی ورسته بیرته ژوندی کیږي. او بیا مري. هلته زه کولای شم مرګ د ورځی سل ځله هم تجربه کړم. دوژخ زما ایدیال ځای دي. زه غواړم هلته د خپل په ټولو د خوښی مرګونو ومرم. هلته زه غواړم د مرګ نور ډولونه جوړ کړم. هلته زه غواړم د مرګونو مخترع ووسم. زه غواړم د دوژخ انشتین زه ووسم. زه دا ټول کولای شم. مګر یوه ستونزه شته: زه څنګه کولای شم دوژخ ته لاړ شم؟